|
|
د اسلامی فقهې او افغانستان مدنی قانون له نظره د شرط د خیار آثار
|
|
|
|
|
نویسنده
|
امینزی معراجالدین
|
منبع
|
غالب - 1403 - دوره : 13 - شماره : 4 - صفحه:145 -164
|
چکیده
|
کله چې په یو عقد کې د عقد یو یا دواړو لوریو ته د شرط خیار وضع شی، نو دا خیار مختلف آثار رامنځته کوی. دا چې د اسلامی فقهې او افغانستان مدنی قانون له نظره د شرط خیار د کومو آثارو درلودونکی دی، پدې څېړنه کې پرې بحث شوی. په تعاقدی چارو کې د عقدونو په اړه د غور کولو، د منافعو د جلب، د ضرر د دفعې او په تعاقدی برخه کې د شخړو د حل په منظور د خیار شرط د آثارو څېړل خورا مهم دی. د څېړنې موخه دا ده چې د اسلامی فقهې او افغانستان مدنی قانون له نظره د شرط د خیار آثار روښانه کړو او پدې اړه د فقهې او مدنی قانون احکام سره پرتله کړو. دا څېړنه کتابتونی اړخ لری او د موضوع په څېړلو کې له تشریحی او مقایسوی میتود څخه استفاده شوې. د څېړنې پایلې ښیی چې د شرط د خیار له امله د عقد حکم نه مرتبیږی، د خیار د څښتن مال د هغه له ملکیت څخه نه خارجیږی، خو هغه لوری چې د خیار حق نه لری، د هغه په تړاو عقد لازم ګرځی، د خیار په موده کې عاقدین د عوضینو په سپارلو ملزم ندی او که د خیار په موده کې په معقود علیه کې زیاتوالی یا نقصان پیدا شی؛ نو پدې اړه په اسلامی فقه کې بشپړ احکام بیان شوی، پداسې حال کې چې د افغانستان په مدنی قانون کې د شرط د خیار د آثارو اړوند ټول موارد پېشبینی شوی ندی.
|
کلیدواژه
|
اسلامی فقه، خیار، د شرط خیار، د خیار آثار، د افغانستان مدنی قانون
|
آدرس
|
دانشگاه ننگرهار, دانشکده حقوق و علوم سیاسی, افغانستان
|
پست الکترونیکی
|
mairaj.ngr@gmail.com
|
|
|
|
|
|
|
|
|
the effects of the option of a condition from the perspective of islamic jurisprudence and afghan civil law
|
|
|
Authors
|
aminzai mairajuddin
|
|
|
Keywords
|
islamic jurisprudence ,choice ,conditional choice ,effects of choice ,afghan civil law
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|