|
|
په اسلامی فقه او د افغانستان جزا کُد کې د متعددو جرمونو د جزاګانو تداخل
|
|
|
|
|
نویسنده
|
طیب عبدالوهاب ,شیرزاد رازمحمد
|
منبع
|
غالب - 1403 - دوره : 13 - شماره : 2 - صفحه:68 -81
|
چکیده
|
د شرعی او قانون جزا ګانو د تطبیق په اړه په ټولنه کې ځېنې وګړی ناسم او غلط برداشت لری، او فکر کوی چې دا د ټولنې د وګړو سره ظلم دی. د جزاګانو د تداخل موضوع یوه دینی، قانونی او مهمه موضوع ده؛ ځکه د ټولنې د وګړو امن ور پورې تړلی، که په ټولنه کې امن موجود وی ټولنه پرمختګ کولای شی او نا امنی د ټولنې د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځی. د جزاګانو د تداخل په اړه د اسلامی فقهې او افغانستان د جزاکُد موقف واضح او روښانه دی، د متعددو جرمونو د تر سره کولو په صورت کې د یوې جزا تطبیق د اسلامی شریعت او قانون لوړوالی او د خپلو پیروانو سره، آند جنایتکارانو سره یې نرمی څرګندوی. د جزاګانو تداخل د اسلامی شریعت د عفوې، بخښنې او آسانۍ اړخونه هغو خلکو ته روښانه کوی، چې د شریعت په حقیقت نه پوهیږی. د جزاګانو د تداخل په اړه مخکنی، او معاصرو علماوو مختلفې لیکنې او څېړنې کړې دی، په څېړنه کې د توصیفی - تحلیلی څېړنې تګلاره غوره شوې ده، د معاصرو او مخکنیو فقهاوو لیکنې مطالعه شوې او تحلیل شوې دی، فقهاوو په خپلو لیکنو کې د جزاګانو د تداخل یادونه کړې ده. د دې څېړنې نتایج دا په ډاګه کوی چې د اسلامی فقهاوو او د افغانستان د جزا کُد د احکامو له آنده په هغه صورت کې د متعددو جرمونو لپاره د یوې جزا ټاکل ممکن دی او متعدد جرمونه یو جرم ګڼل کیږی، چې دجرمونو د جزاګانو موخه، هدف او غرض یو وی. او که یاد موارد توپیر وکوی د جزاګانو تداخل صورت نه مومی
|
کلیدواژه
|
تداخل، تعزیرات، جرم، جزا، حدود، د افغانستان جزا کُد
|
آدرس
|
دانشگاه قندهار, افغانستان, دانشگاه قندهار, افغانستان
|
پست الکترونیکی
|
razshirzad41@gmail.com
|
|
|
|
|
|
|
|
|
interference between punishments for several crimes in islamic jurisprudence and the afghan penal code
|
|
|
Authors
|
tayyeb abdul wahhab ,shirzad raz mohammad
|
|
|
Keywords
|
interference ,penalty ,crime ,punishment limits ,afghanistan penal code
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|